IQNA

د  پاکستان په ملی  ټيلیوژني چینل کې دایران قرآني سیالۍ او سریالونه وړاندې کیږي

6:42 - February 27, 2025
د خبر لمبر: 3490709
ایکنا -د ایران او پاکستان  ترمینځ د رسندوي ملګرتیاؤ په حوزې :ې  په یوه تاریخي اوبې مخینې ګام کې د رسندوي ملګرتیاؤ درسمي پيلیدا په خاطر  د پاکستان د ملی ټیلیوژني (پي ټيوي) او د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیوژن  د ادارې ترمینځ  یوه تفاهم نامه لاسلیک شوه.

ایکنانیوز د صدا وسیما له قوله راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت  دریډیو او ټيلیوژن ادارې او د پاکستان ملی تيلیویژني چینل ـ(پي ټي وي)  دټيلیویژني  تولیداتو د مبادلې او درسندوي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په زمینې کې  د رسمي ملګرتیا لومړنۍ تفاهم نامه لاسلیک کړه.

دغه تفاهم لیک  د دوشنبې په ورځې  د پاکستان د اطلاع رسونې  د وزیر قایمقامې  میرمن عنبرین جان، په پاکستان کې د  ایران دریډیو او ټيلیویژن د ادارې  دنمایندګۍ مدیر مجید هاشمي فرا او  پي ټي وی مدیر دانیال ګیلاني له خوا لاسلیک شو.

ددغه تفاهم لیک په اساس د ایران او پاکستان ترمینځ د دیني او کلتوري مشترکاتو دپیاوتیا په خاطر په پیل کې د ؛اقرا؛ قرآني سیالۍ  چې د ایران دصدا وسیما د سحر اردو  چینل  له خوا  د روژې په مبارکې میاشتې کې  خپریږي، ، په دیرشو برخو کې به د پاکستان له ملی ټيلیوژن څخه هم خپور شي. د  لورو له خوا د لاسلیک شوي تفاهم نامې  دمتن په اساس ،  دټيلیویژنی سریالونو  او ډرامو د مبادلې لپاره  هم موافقه شوې ده  چې  په دې لړ کې  هم د ایران داسلامی جمهوریت  دریډیو او ټیلیوژن اداره  د یو شمیر  ایرانیو ویاړمنو  سنیمائي فیلمونو او سریالونو د خپریدا حق پي ټي وي ته وړانډې کړي او په مقابل کې به  هم په ایران کې د پاکستان د رسندوئي تولیداتو یوه برخه  خپره شي  څو ددواړو هیوادونو خلک  دیوه بل  له هنر ، کلتور او ارزښتونو سره لازیات بلد شي.

د پاکستان د اطلاع رسونې قایمقامې وزیرې   عبنرین جان  د ملګرتیا ددغه تفاهم لیک د اهمیّت په باب ووئیل، مونږ  مودې کیږي  چې  له ایران سره  په رسندوئي حوزې کې ملګرتیا کوو، خو اوس به دغه اړیکې په رسمي  او جوړښتي توګه ترسره شي. هغې د ایران د فیلم او سریالونو دصنعت ممتاز ځائيګی ته په اشارې سره  ددواړو هیوادونو ترمینځ رسندوئي ملګرتیا  د ا یران او پاکستان  د ملتونو ترمینځ  دکلتوري پیوندونو د پياوړتیا لپاره یو ارزښتمن فرصت وباله . او ټينګار ئې وکړ، د ایران او پاکستان ترمینځ رسندوئي او کلتوري ملګرتیاوې  یو ضرورت دی او   ددواړو هیوادونو ولسونه  یواز ې د متقابل کلتوري  در ک له لارې  له یوه بل  سره لازیات نزدې کیدلی شی . په دې مینځو میان کې  رسانۍ  ددواړو ملتونو ترمینځ  د ارتباطي پلونو په رامینځةکولو ، دټولنیزو مشترکاتو،کلتوري تفاهمونو په منتقلولو کې  اساسی رول  په غاړه لری  او  په عمومي ډيپلوماسۍ کې  د یوه اغیزشیندونکي  آوزار په توګه ورڅخه استفاده کیدلی شي.

په پاکستان کې د ایران سفیر  رضا امیر مقدم هم  ددوو ګاونډیو  او دمسلمانو هیوادونو  ترمینځ  درسندوئي ملګرتیاؤ  اهمیّت ته په اشارې سره  ټینګار وکؤ،  ایران او پاکستان  ګډ تاریخ ،تمدن اوکلتور لري او هردواړه هیوادونه  د فیلم او سریالونو دتولیدپه زمینې کې  ډیر زیات ظرفیّتونه لري ، له دې امله  دغه رسندوئي ملګرتیا  د د رسانۍ په حوزې کې  دملی پانګونو  څخه د  استفادې لپاره  یو ښه پلیټ  فارم  کیدلی  او  دواړه  هیوادونه  مشترک تولیداتو په   زیاتولو کې مرسته کولی شي.

 د ایران صداو سیما ادارې   دخپل بدلون په نوي پړاؤ کې  هڅه کړې ده  څو د ایران  او پاکستان ترمینځ د رسندوئي همپالنې په پیاوړي کولو سره ،  په  سیمې کې د الیران د رسندوئي شتون  په زیاتیدا او په نورو زمینو کې    ددوو اړخیزو اړیکو له پیاوړي کولو سره مرسته وکړي.

https://www.iribnews.ir/fa/news/4465557

captcha